د بې ځایه شویو افغانانو وضعیت څرنګه دی؟

هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو کورنۍ په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته د نوم لیکنې په هدف مراجعه کوي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک افغانان د نړۍ د کډوالو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې هغوی په ورته وخت کې د دې پيړۍ په ترڅ کې تر ټولو زیات شمیر کسان دي چې بیرته خپل ټاټوبي ته ستنیږي. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې شاوخوا ۷ میلیونه افغان کډوال بیرت...