د وړ او متخصصو کارکوونکو استخدام د تدارکاتو په برخه کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د هڅو د پیاوړتیا لامل ګرځي

د افغانستان د بیا رغونې صندوق په ملاتړ، د افغانستان دولت په پام کې لري، څو په وزارتونو او اړوندو ادارو کې د تدارکاتو په برخه کې د  کارکوونکو د ظرفیت د پياوړي کولو لپاره د اړتیا وړ کړنې ترسره کړي.  انځور: د تدارکاتو ملي اداره/ نړیوال بانک په بیلابیلو کاري بستونو کې د مسلکي مهارتونو ( زدکړه، تجربه او نور کاري ځانګړتیاوې) پر بنسټ، پر شرایطو برابر کسانو د ګمارنې بهیر د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو په م...